د ناټو عمومي منشي د امریکا د پخواني ولسمشر څرګندونو ته غبرګون وښود

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه لانجمنو څرګندونو وروسته د ناټو عمومي منشي ویلي چې د دې ټلوالې د غړو ترمنځ له یوبل څخه د دفاع نه کولو په اړه ویناوې د ناټو عمومي امنیت او د امریکا او اروپا سرتېري له خطر سره مخامخ کوي.

یینس سټولټنبرګ نن په یوه بیان کې وویل چې د ناټو پر هر غړي برید ته به په یووالي او ځواک سره ځواب ورکړل شي.

سټولټنبرګ دا څرګندونې د ټرمپ د پرونۍ وینا په ځواب کې وکړې چې ویلي یې وو، که دی ولسمشر شي نو امریکا به د ناټو د هغو غړو ساتنه ونه کړي چې ټلوالې ته کافي دفاعي ونډه نه ورکوي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ دا خبرې وېروونکې او بې ربطه بللي او ویلي یې دي چې د ټرمپ څرګندونې به روسیه وهڅوي چې هرڅه چې زړه یې غواړي وکړي.

د اروپايي ټولنې مشرانو هم دا څرګندونې غندلي.