د پاکستان پولیسو د معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی

پولیسو د معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د پاکستان پولیسو نن د هغو معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست چې د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړ راوتلي وو.

اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د بندیوان عمران خان تحریک انصاف ګوند د هغه څه پر ضد چې دې ګوند په انتخاباتو کې درغلي بللې ده د مظاهرو غوښتنه وکړه.

د پارلمان د ۲۶۴ څوکیو لپاره په دې انتخاباتو کې ۹۲ تنه خپلواکو کاندیدانو چې له تحریک انصاف سره اړیکي لري بریالي شول او په دې توګه په پارلمان کې د اکثریت ګټلو او حکومت د جوړولو لپاره د پخواني صدراعظم نواز شریف چانس ضایع شو که څه هم خپلواک کاندیدان اجازه نه لري چې حکومت جوړ کړي.

د انتخاباتو کمېسیون وايي ۷۵ څوکۍ د مسلم لیګ ن ګوند او ۵۴ څوکۍ د پیپل ګوند غړو ګټلې دي.

تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې که درغلي نه وای شوې، دوی تردې زیاتې رایې ګټلې.