کرکټ؛ سریلانکا له افغانستانه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور

د سریلانکا د کرکټ ملی لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمې لوبې کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې دا لوبلړۍ وګټله.

دغه سیالي چې د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه ترسره شوه، سریلانکا پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.

یادې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لپاره اسلانکا ۹۷، کوشال مینډس، سدیرا او جنېت په ترتیب سره ۶۱، ۵۲ او ۵۰ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې عظمت الله عمرزي ۳، نوراحمد، قیس احمد او فضل حق یوه یوه وېکټ وسوځوله.

د افغانستان د توپوهنې ډلګۍ ورو، خو تر تېرې لوبې ښه پیل وکړ.

رحمن الله ګربز ژر وسوځېد او بیا ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه تر سلو د زیاتو منډو ملګرتیا وکړه.

ابراهیم په ۵۴ او رحمت شاه په ۶۳ منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

له هغې وروسته د افغانستان ټول لوبغاړي په پرله‌پسې توګه په ۱۵۳ منډو وسوځېدل او ۳۴ اورونه یې ولوبول.

د سریلانکا سوکه توپ اچونکي وینیندو هسرنګا ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.

د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هم سریلانکا افغانستان ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ وروستۍ سیالي به د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.