د نولس کلنو نړیوال جام؛ اسټرالیا اتلولي وګټله

د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې نړیوال چام وګاټه

د اسټرالیا د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړیوال جام په پایلوبه کې هندوستان ته د ۷۹ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دغه پایلوبه نن یکشنبه د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د سویلي افریقا په بینوني ښار کې ترسره شوه.

اسټرالیا چې پچه ګټلې وه، توپوهنه یې کړې وه او د ۲۵۴ منډو هدف یې ټاکلی و.

د هندوستان لوبډلې یې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۴ اورونه ولوبول او ۱۷۴ منډې یې وکړې.

د اسټرالیا د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې د څلورم ځل لپاره د یاد نړیوال جام اتلولي وګټله.

د ویلو ده چې افغانستان په دې نړیوال جام کې د ۱۶ مقام په ګټلو سره خپل سفر بشپړ کړی و.