د پاکستان د عامو انتخاباتو پایلې اعلان شوې؛ د عمران خان د ګوند پلویانو ۹۲ چوکۍ ګټلي

ارشیف

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د فبرورۍ د اتمې نېټې د عامو انتخاباتو پایلې اعلان کړې.

د دې کمېسیون له اعلان سره سم، د پارلمان له ۲۶۶ چوکیو څخه د ۲۶۴ چوکیو په منځ کې خپلواکو کاندیدانو ۹۶ چوکۍ ګټلي دي.

ویل کېږي چې د خپلواکو کاندیدانو په منځ کې ۹۲ یې د عمران خان په مشرۍ په تحریک انصاف ګوند پورې تړاو لري.

ورپسې ډېرې چوکۍ د نوازشریف مسلم لیګ ګوند ګټلي.

د مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ او ورپسې پیپلز ګوند ۵۴ چوکۍ خپلې کړي دي.

همداراز متحده قومي غورځنګ ۱۷، جمعیت علمای اسلام او د مسلم لیګ ق هر یوه درې، درې او د استحکام پاکستان ګوند دوه چوکۍ ګټلي دي.