ایران نن یکشنبې د اسلامي انقلاب د بري ۴۵ کالیزه نمانځي.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، نن په دې مناسبت زرګونو ایرانیانو په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل.
په ښارونو کې واټونه او چوکونه په بیرغونو، رنګه پوکاڼیو او انقلابي شعارونو سینګار شوي دي.
یوې ډلې په تهران کې، په داسي حال کې چې د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې وو، د امریکا او اسراییل پر ضد شعارونه ورکړل.
ځینو نورو بیا د امریکا او اسراییل بیرغونو ته اور ورته کړ.
د ایران د حکومت د پلویانو په لاریونونو کې عموماً دا ډول کارونه کېږي.