کرکټ؛ سن رایزر د سویلي افریقا د شل اوریز لیګ اتلولي وګټله

د لوبې یوه څنډه

د سویلي افریقا د شل اوریز لیګ دویم پړاو نن شنبه د کابل پر وخت ماښام ناوخته پای ته ورسېد.

پایلوبه د سن رایزر اېسټرن کېپ او ډربن سوپرجاینټز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۸۹ منډو په توپیر سن رایزر وګټله.

دا په پرله پسې توګه دویم ځل دی چې سن رایزر د یاد لیګ اتلولي ګټي.

د پایلوبې په بایلونکې لوبډلې ډربن کې افغان لوبغاړي نوین الحق هم په پایلوبه کې ولوبید، خو کومه وېکټ یې وانخیسته.

هغه په ۴ اورونو کې ۳۹ منډې وکړې.

په پایلوبه کې سن رایزر لوبډلې د ۲۰۵ منډو هدف ټاکلی و او ډربن لوبډلې یوازې ۱۱۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د ویلو ده چې په یاد لیګ کې پر نوین الحق سربېره، نوراحمد هم د سوپرجاینټز په لوبډله کې ولوبیده.