اسراییلي ځواکونو د غزې پر رفح ښار سخت هوایي بریدونه وکړل

د تازه بریدونو یوه ځنډه

وروسته له دې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د خپل هیواد پوځیانو ته امر وکړ چې د غزې د جنوبي پولې پر ښار، رفح حملې ته تیاري ونیسي، پر دغه ښار نن (شنبې) د اسراییل له لوري سخت هوايي بریدونه وشول.

دا ښار د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره وروستی پناهځای دی.

په رفح باندې، چې دیارلس لکه بې ځایه شویو پناه وروړې ده، نتانیاهو د عملیاتو پلان د بشري حقونو او امریکا له لوري غندل شوی او فلسطینیان وايي چې بل لوری نه دی ورته پاته چې پناه وروړي.