د اوکرایین په خارکیف ښار کې د تېلو پر یوه ټانک د روسیې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د ۳ ماشومانو په شمول ۷ تنه وژل شوي دي.
د خارکیف والي (اوله سیني هوبوف) نن (شنبې) پر خپل ټیلګرام د دې خبرې د لیکلو ترڅنګ ویلي چې په دې برید کې ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
تر دې مخکې د خارکیف ښاروال ویلي و چې د تېلو په ټانک کې د اور لمبې شاوخوا کورونو ته خپرې شوي دي.
د والي سیني هوبوف په وینا، د درېیو ماشومانو په شمول د ۵ تنو مړي په یوه کور کې موندل شوي دي.
دوه تنه نور په یوه بل کور کې مړه شوي دي.