جاپان: افغانستان ته له تاجکستان سره د پولې د مدیریت بودیجه ورکوو

د افغانستان - تاجکستان ګډه پوله

په تاجکستان کې د ملګروملتو پراختیايي پروګرام وايي،د جاپان حکومت له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د مدیریت بودیجه ورکوي.

د منځنۍ اسیا د ټایمز ورځپاڼې د پروني راپور له مخې، د ملګروملتو پراختیايی پروګرام وايي چې د جاپان حکومت به د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) په وسیله له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د مدیریت پروژې ته پیسې ورکړي.

د دې پروژې هدف له افغانستان څخه تاجکستان ته د مخدرو موادو د قاچاق مخنیوی او د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

تاجکستان په وروستیو ورځو کې وویل چې په افغانستان کې پر کوکنارو له بندیز سره سره له دغه هیواده د مخدرو موادو قاچاق دوام لري.