د پاکستان پولیسو ومنله چې پر محسن داوړ او ملګرو یې دوی ډزې کړي

له ارشیفه د محسن داوړ یو تصویر

په خیبر پښتونخوا کې پولیسو تایید کړه چې د پاکستان د ملي جرګې د تېرې دورې غړی محسن داوړ د پولیسو په ډزو ټپي شوی دی.

پاکستاني رسنیو نن (شنبې) راپور ورکړ چې محسن داوړ او پلویانو یې د شمالي وزیرستان د انتخاباتو د پایلو د ځنډېدو خلاف په میرانشاه کې اعتراض کاوه، چې ډزې پرې وشوې.

داوړ د میرانشاه روغتون ته بیول شوی او ډاکتران وايي چې روغتیايی وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

په دې پېښه کې د محسن داوړ ۸ پلویان هم ټپیان شوي دي.