شهباز شریف له آصف زرداري سره پر ګډ حکومت جوړولو خبرې کړي

د پاکستان مخکېنی صدراعظم، شهباز شریف

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هېواد مخکېني صدراعظم او د نواز شریف ورور شهباز شریف د پیپلز ګوند له مشر اصف زرداري سره کتلي او د یوه ګډ حکومت د جوړولو په اړه یې د اړیکو او خبرو په دوام هوکړه کړې ده.

جیو نیوز پاکستاني ټلویزیون په یوه خبر کې لیکلي، دا لیدنه تېره شپه ناوخته شوې او شهباز شریف او آصف زرداري په راتلونکې کې د ګډ مزل او حکومت په جوړېدو سره خبرې اترې کړي دي.

د دې دوو ګوندونو دا مهم غړي داسې مهال سره ګوري چې د پاکستان په ټاکنو کې یو ګوند هم و نه توانېد چې د پارلمان غوڅ اکثریت څوکۍ وګټي.

نواز شریف تېره شپه خپلې وینا کې وویل، شهباز شریف ته یې دنده سپارلې چې له نورو ګوندونو سره د ګډ حکومت د جوړېدو په اړه خبرې وکړي.