امیري: افغانان د حجاب په نوم سپک چلند او د اعتراض پر مهال لوړ ګواښ سره مخ دي

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي‌، افغانان د حجاب فرمان په نوم له سپکاوي د ډک چلند پر وړاندې د غږ پورته کولو پر مهال له لوړ ګواښ سره مخ کېږي.

رینا امیري نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، سلګونه نجونې او ښځې نیول شوي، ځورول شوي او جریمه شوې دي.

اغلې امیري ادعا کړې چې یو شمېر کسانو چې د شپې پر مهال نیول شوي، د بې‌عزتۍ د ور اوښتو له وېرې ځان‌وژنه کړې ده.

رینا امیري د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د نوموړې له قوله، د دې بې‌رحمانه جبر او ناوړه چلند د پای ته رسولو لپاره د حساب اخیستو غوښتنه کړې.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې دا وضعیت د افغانستان د نیمايي نفوس له منځه تلل بولي چې د هغې په خبره؛ له دې هېواده یې هیله، ثبات او ځان بساینه تروړلې ده.

له څو میاشتو راهیسې په طالبانو تور لګول کېږي چې د کابل او یو شمېر نورو ښارونو څخه یې افغان نجونې او ښځې د بد حجابۍ په تور نیولي، خو طالب چارواکي بیا وايي؛ دغه نجونې او ښځې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوې دي.