د لندن پولیس وايي د عبدالشکور ایزدي په نوم یو افغان چې د کیمیاوي موادو په وسیله د یوې ښځې او د هغې د لوڼو په ټپي کولو تورن و، احتمالأ په سیند کې ډوب شوی او مړ دی.
د لندن د ښاري پولیسو قوماندان جان ساویل پرون جمعه خبریالانو ته وویل چې چارواکي د امنیتي کمرو د تصویرونو پربنسټ اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې ایزدي د لندن په لویدیځ کې له چلسي پله سره تیمز Thames سیند ته ننوتی، خو له هغه ځایه یې راوتل نه دي لیدل شوي.
پولیسو د جنوري له ۳۱مې راهیسې وروسته له هغه د ایزدي تعقیب پیل کړ چې یوه ښځه او د هغې دوه لوڼې- یوه ۸ کلنه او بله ۳ کلنه د لندن په جنوب کې د اسیدي موادو په برید کې سختې ټپیانې شوې.
پولیس دا برید بوږنوونکی بللی او وایي چې ښايي د دې مېرمنې ژوند بدل کړي.
ویل کېږي چې ایزدي په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه برېتانیا ته کډوال شوی.