کرکټ؛ سریلانکا په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۴۲ منډو په توپير ماتې ورکړه

د افغانستان او سریلانکا د لوبې یو انځور

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې نن جمعه د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیل شوې وه، افغان لوبډلې یې پچه وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.

کوربه لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۸۱ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې لپاره پټوم نساکا غبرګه سلیزه ووهله.

هغه یوازېنی سریلانکايي توپوهونکی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې غبرګه سلیزه وهي.

د نوموړي په پاڼۍ کې ۲۰ څلوریزې او ۸ شپږیزې شاملې وې.

دغه راز د یادې لوبډلې بل پیلیز توپوهونکي اوېشکا فیرنینډو بیا ۸۸ منډې کړې وې.

په افغان توپ اچونکو کې فرید ملک دوه لوبغاړي وسوځول، خو محمدنبي تر ټولو توپ اچونکو ښه وځلېد، هغه په ۱۰ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

د هدف پوره کولو لپاره د افغانستان د توپوهنې ډلګۍ ښه پیل نه درلود، ۵ لوبغاړي یې یوازې په ۵۵ منډو له لاسه ورکړي وو.

عظمت الله عمرزي او محمدنبي په ۶مه وېکټ لوبه وروـ ورو وغځوله، دواړو سلیزې ووهلې، خو لوبه یې ونه‌شوه ګټلی.

دواړو د ۲۴۲ منډو تاریخي ملګرتیا وکړه، دا په نړیوال کرکټ کې په ۶مه وېکټ دوهمه اوږده ملګرتیا وه.

محمدنبي پوره ۹ کاله وروسته بریالی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې دوهمه سلیزه ووهي.

هغه خپله لومړۍ سلیزه له نن پوره نهه کاله وړاندې د زمبابوې پر وړاندې ۱۱۶ منډې کړې وې.

نبي په ۱۳۶ منډو وسوځېد، ۱۳ څلوریزې او ۳ شپږیزې یې ووهلې.

دغه راز عظمت الله عمرزی بیا په ۱۴۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

دا په نړیوال کرکټ کې د عمرزي لومړنۍ سلیزه وه.

هغه په ۱۱۵ توپونو ۱۴۹ منډې وکړې چې په پاڼۍ کې یې ۱۳ څلوریزې او ۶ شپږیزې شاملې وې.

په نورو افغان توپوهونکو کې ګلبدین نایب ۱۶، اکرام علیخیل ۱۰ ناسوځېدلې، رحمن الله ګربز یوه منډه، ابراهیم ځډراڼ ۴، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي ۷ـ۷ منډې وکړې.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه ولوبوي او وروستۍ لوبه به یې په ۱۴مه نېټه وي.