محمدنبي ۹ کاله وروسته سلیزه ووهله

محمد نبي له سریلانکا سره د کرکټ لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو پخواني لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د سریلانکا پر وړاندې په روانه لوبه کې سلیزه ووهله.

هغه چې له عظمت الله عمرزي سره د لوبې په سخته شېبه کې د خپلې لوبډلې ملا ورتړلې، په ۱۰۶ توپونو یې ۱۰۰ منډې وکړې.

دا په یو ورځنیو سیالیو کې د محمدنبي دوهمه سلیزه ده.

هغه خپله لومړۍ سلیزه له نن پوره نهه کاله وړاندې د زمبابوې پر وړاندې ۱۱۶ منډې کړې وې.

د نوموړي په پاڼۍ کې ۱۳ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.

دغه راز عظمت الله عمرزی هم خپلې لومړنۍ سلیزې ته نېږدې دی.

افغان لوبډلې ته په ۷۴ توپونو لا هم ۱۵۴ منډې پاتې دي او ۵ ویکټې یې سوځېدلي دي.