یوه څارونکې ډله: په دمشق کې یوه پوځي هوايي ډګر ته څېرمه حمله شوې

ارشیف

د سوریې یوه څارونکې ډله وايي د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق په لوېدیځ کې یوه پوځي هوايي ډګر ته څېرمه سیمه باندې حمله شوې ده.

د سوریې دفاع وزارت بیا وايي، د اسراییل له خوا له اشغال شویو جولان غونډیو بې پېلوټه الوتکې د سوریې هوايي قلمرو ته داخلې شوې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغو حملو کې د مزه په نوم پوځي اډې ته څېرمه سیمه په نښه شوې ده.

دغه ډله دا د میزاییلو حمله بللې، خو دا یې نه دي ویلي چې چا کړې ده.

د دې ډلې په وینا، د لبنان په حزب الله ډلې او ایران پلوه ډلو اړوندو نورو ډلو سنګرونه ویشتل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویلي.

د فرانسې خبري اژانس خبریالان وايي، په دمشق کې یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.