کرکټ؛ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پیل شوې

د سریلانکا لوبډله د لوبې پر مهال

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شوې ده.

د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده.

یاده سیالي د سریلانکا د کینډي ښار په پالیکلې لوبغالي کې جریان لري.

د افغانستان کرکټ بورډ تر لوبې وړاندې په یوه خبر کې ویلي، مجیب الرحمن د لاس اوښتو له امله له دې لوبلړۍ ویستل شوی دی.

د افغانستان لپاره نن په ۱۱ کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمدنبي، نوراحمد، ګلبدین نایب، فضل حق فاروقي او فرید احمد لوبه کوي.

کوربه لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو تر دې دمه تر ۳۰ زیاتې منډې کړي دي.

د ویلو ده چې لوبه د کابل پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیل شوې ده.