نن سهار وختي د زلزلې څو ټکانونو د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ځینې برخې ولړزولې.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې دغه دوې زلزلې نن سهار شپږ بجې شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې لومړۍ زلزله د ریښتر په مقیاس څلور اعشاریه درې درجې او دوهمه څلور اعشاریه یوه درجه وه.
په دې زلزله کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په باب لا معلومات نه دي ورکړل شوي.