پوتین: روسیه پر پولنډ برید ته لېوالتیا نه لري

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوه خبریال سره د مرکې پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه جنجالي مرکه کې، چې پرون پنجشنبې خپره شوه، وویل چې روسیه پر پولنډ چې د ناټو غړی هېواد دی، برید ته لېوالتیا نه لري.

په امریکا کې ښي اړخي سیاسي مبصر ټاکر کارلسن، چې له پوتین سره یې دا مرکه کړې او په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړې، له پوتین څخه پوښتلي چې ایا داسي تصور کولی شي چې روسیه خپل پوځیان پولنډ ته لېږي، پوتین په ځواب کې ویلي: "یوازې په هغه صورت کې چې پولنډ پر روسیې حمله وکړي."

پوتین همداراز ویلي چې روسیه پر پولنډ، لېتوانیا او نورو ځایونو حملې ته هیڅ لېوالتیا نه لري او ولې باید دا کار وکړي.