د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون پرونۍ ټاکنې شفافې او سوله‌ییزې وبللې

د پاکستان کې پرونیو ټاکنو له بهیره یو انځور

په پاکستان کې د پرونیو انتخاباتو د رایې شمېرلو بهیر پیل شوی او د انتخاباتو د کمېسیون مشر ویلي چې د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به وروسته له هغې چې چارواکي د جمعې د ورځې په لومړیو کې د رايې ورکولو د مرکزونو نتیجه څارونکي بنسټ ته وسپاري، د ټولو لپاره اعلان کړي.

د دې کمېسیون مشرسکندر سلطان راجا پروني عمومي انتخابات بشپړ شفاف او سوله ییز وبلل، خو د پاکستان پوځ پرون د انتخاباتو په تړاو د ۵۱ بریدونو خبرورکړ.

پوځ په یوه اعلامیه کې وویل چې په دغو بریدونو کې لږترلږه دولس کسان چې زیاتره یې امنیتي کسان دي وژل شوی.

د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې د پنځو وسله والو په وژل کېدو سربېره لږترلږه ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې د ترسره شویو انتخاباتو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان د بیان د آزادۍ د محدودولو لپاره پر اقداماتو اندېښنه ښودلې، په ځانګړې توګه د ټیلفون او انټرنېټ خدمتونو ته په نه لاسرسي.

پرون د پېښور په ګډون د پاکستان په اکثره لویو ښارونو کې د موبایل او انټرنېټ شبکو فعالیت ځنډول شوی و.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه اقدام یې د امنیت د پیاوړتیا لپاره کړی و.