سیرسکي د اوکراین د پوځ نوی لوی درستیز ټاکل شوی

۵۸ کلن سیرسکي چې په روسیه کې زېږېدلی له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي الکساندر سیرسکي د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکلی دی.

زیلینسکي د دغې ټاکنې له اعلان مخکې وویل چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو پر مشرتابه د غور وخت رارسېدلی دی.

هغه پرون پنجشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې سیرسکي له ښې دفاعي تجربې څخه برخمن دی.

نوموړي زیاته کړه چې نوموړي له کییف څخه د دفاع عملیات مخ ته یووړل او هم د یرغلیزو عملیاتو بریالۍ تجربه لري.

۵۸ کلن سیرسکي چې په روسیه کې زېږېدلی له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې.

هغه د جنرال والري زالوژني پرځای پر دغې دندې ګومارل شوی دی.