لوېدیځ ته د اردن د پاچا سفر؛ غزه کې د جګړې ختمولو په موخه له بایډن سره ګوري

د اردن پاچا ملک عبدالله

د اردن شاهي ماڼۍ وايي، د هغه هېواد پاچا ملک عبدالله نن لوېدیځو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ او د امریکا متحدو ایالتونو ته هم ځي چې له ولسمشر جو بایډن سره په غزې تړانګه کې د جګړې د ختمولو لپاره وګوري.

د اردن پاچا ملک عبدالله لومړی فرانسې او جرمني ته ځي او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کانګرس له وتلیو غړیو، سیاستوالو او دولتي چارواکو سره خبرې کوي.

د اردن د شاهي ماڼۍ په اعلامیه کې له ولسمشر بایډن سره د ملک عبدالله د کتنې نېټه مشخصه شوې نه ده.