د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو سرتېرو ته امر کړی چې په غزې تړانګه کې رفح ښار ته د ننوتلو لپاره ځانونه چمتو کړي.
دا په داسې حال ده چې ټاکل شوې وه نن پنج شنبه له حماس توندلارې ډلې سره د اوربند پر ټینګښت د مصر په پلازمېنه قاهره کې د خبرو بل پړاو پیل شي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر رفح ښار د پوځي عملیاتو پر متمرکز کولو اندېښنه ښودلې وه.
که څه هم د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون ویلي وو چې لا هم پر یوه موافقه د سلا کېدو فضا ویني، خو د اسراییل له خوا د حماس ډلې د اوربند وروستي پیشنهاد ته د رد ځواب په ویلو سره صدراعظم بنیامین نتنیاهو رفح ښار ته د ننوتلو لپاره چمتووالی وښود.