د امريکا د فضايي څېړنو اداره یا ناسا وايي، تر ټولو عصري مصنوعي اقليمي سپوږمکۍ يې فضا ته ولېږله.
د ناسا په وینا، دا مصنوعي سپوږمکۍ نن د فبروري په ۸مه د مځکې مدار ته واستول شوه چې د نړۍ د سمندرونو او چاپېریال هغه وضعیت مطالعه کړي چې مخکې هیڅکله نه و لیدل شوی.
نن سهار، SpaceX د ۹۴۸میلیون ډالرو په ارزښت- ماموریت کې د پیس په نوم سپوږمکۍ فضا ته ولېږله.
دغه سپوږمکۍ به تر ۶۷۶ کیلومتره لوړې ارتفاع څخه لږ تر لږه درې کاله د مځکې د سمندرونو او فضا مطالعه کوي.
اسوشېټېډپرېس د دې پروژې د یوه ساینس پوه جیریمي ویرډیل له قوله ویلي چې دا مطالعات به د ساینسپوهانو سره د طوفانونو او د هوا د نورو سختو بدلونونو وړاندوینې ته وده ورکړي.