د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو حقونو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار وشو

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو یوې ډلې او بنسټونو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه پرانیستي لیک کې د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو حقونو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دې غونډې په بحثونو کې باید د ښځو استازي حضور ولري.

په دې لیک کې ویل شوي چې افغان ښځې او د دوحې د کنفرانس غوندي نړیوالو غونډو کې د دوی د پام وړ حضور له پامه غورځول شوی دی.

د دې لیک لیکوالانو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو، اعتراض کوونکو، قومي استازو، جنسیتي اقلیتونو او له طالبانو سره د مخالفو نورو ډلو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.

ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.