اروپايي ټولنه د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د اروپايي ټولنې بیرغ

ټاکل شوې ده اروپايي ټولنه په نږدې راتلونکي کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

دا خبره د طالبانو تر کنترول لاندې د ارګ په نوم پاڼې د چهارشنبې په ورځ د ایکس شبکې یا پخواني ټویټر له لارې لیکلې ده.

په دې خبرتیا کې راغلي چې دا خبره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې ده.

همداراز د نیکلاسن له قوله ویل شوي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې مرستې ته چمتو ده.

مولوي عبدالکبير وويل چې طالبان له نړۍ په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې سره ښې اړيکې او مثبت تعامل غواړي او د نورو مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان پر بانکي سيستم د بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، نړیوالې ټولنې د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونه ولګول، په امریکا او نورو هېوادونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ هم شاملې دي.