د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له زندانه خوشې شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له زندانه خوشې شوی دی.

د دې غورځنګ یو مخکښ ادریس پښتین پرون ماښام ناوخته مشال راډیو ته وویل چې تر ډېرو قانوني او عدالتي هڅو وروسته منظور پښتین له اټک جېله خوشې شو.

هغه زیاته کړه: "مشر منظور پشتین د دوه میاشتو نه زیاتې مودې وروسته په درې ایم پي او کېس کې له جېله راخلاص شو. زموږ مبارزه به دوامداره وي. تر مرګه به د پښتون وطن د مقدمې خبره، د پښتون وطن د وسایلو خبره به موږ خوا مخا کوو."

منظور پښتين د جنورۍ له څلورمې د عامه نظم خرابولو په تور د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي وو خو وروسته غورځنګ د جنورۍ پر ۳۰مه وویل چې نوموړی اټک جیل ته وړل شوی وو.

د بلوچستان پوليسو منظور پښتين د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په څلورمه نیولی و.