داعش د پاکستان په بلوچستان کې د پرونیو خونړیو بریدونو مسوولیت ومانه

د بلوچستان په پښین کې له شوې چاودنې وروسته د سیمې یو انځور

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پاکستان په بلوچستان کې د پرونیو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دغو چاودنو کې چې په پښین او قلعه سیف الله سیمو کې پر ټاکنیزو دفترونو وشوې، شاوخوا دېرش تنه ووژل شول.

فرانس پرېس خبري اژانس د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله راپور ورکړی چې دواړه دغه چاودنې، په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو په وسیله شوي دي.

پاکستان کې له نننیو عمومي ټاکنو یوه ورځ مخکې دغو چاودنو خلک وېرولي دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د اسلام اباد پولیسو ویلي، په ټول هېواد کې یې د ټاکنو امنیت ته لسګونه زره پولیس او ملېشه ځواکونه ګمارلي دي.