طالبان: له پاکستان او ایرانه ۱۴۸ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د طالبانو حکومت وايي پرون له بېلابېلو لارو له پاکستان او ایران څخه ۱۴۸ کورنۍ چې ۵۱۴ کسان کېږي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وروسته ځینو نړیوالو بنسټونو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره معرفي شوي دي.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ډله‌ییز اخراج د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې روان دی او ایران هم په وروستیو کې د افغانانو اخراج ته شدت ورکړی دی.