امیري: په افغانستان کې په ډله‌ییز او قوي ډول د ښځو ملاتړ ته اړتیا ده

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او افغانانو له لسو استازو سره یې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ خبرې وکړې.

مېرمن امیري تېره شپه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د طالبانو له خوا د ځپونکو اقداماتو له دوام سره دې‌ته اړتیا ده چې په افغانستان کې په ډله‌ییز او قوي ډول د ښځو ملاتړ وشي.

مېرمن امیري په دې پیغام کې نه دي ویلي چې په دغو کتنو کې یې په مشخص ډول له چا چا سره کتلي دي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته د ښځو او نجونو پر تعلیم، تحصیل او کار محدودیتونه لګولي چې د بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو انتقادونه یې پارولي دي.