د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې په تازه توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.
دغو توغندیو په کیف کې د برښنا " د لوړ ولتاژ" دوه مزي پرې کړي چې ورسره د دنیپر سیند چپې غاړې ته د خلکو برښنا پرچاو او د تودوخې سیستم ټکنی شوی دی.
روسیې نن داسې مهال پر کیف بریدونو ته زور ورکړ چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیب بورېل او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي د اوکراین په سفر بوخت دي.
د پلازمېنې پوځي ادارې پر خپل ټلګرام پاڼه د دې حملو خبر ورکړ، ویې ویل چې د هوايي مدافعې ځواکونه د حملو د شنډولو هڅه کوي.
چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د دې حملو ترپایه په پټنځایونو کې پاتې شي.