پاکستان: د نننیو چاودنو تلفات ۲۹ تنو ته ورسېدل

د یوې چاودنې ټپي

په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د دوو کاندیدانو پر دفترونو د نننیو چاودنو د وژل شویو شمېر ۲۹ ته پورته شو.

دغه چاودنې د بلوچستان په پښین او قلعه سیف الله سیمو کې د یوه خپلواک نوماند اسفندیار کاکړ او د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند پر ټاکنیزو دفترونو شوې دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د بلوچستان ایالت د ویاند جان اڅکزي په حواله ویلي چې لومړنۍ چاودنه کې چې پښین کې شوې ۱۷ او په دویمه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

چاودنو کې شاوخوا شل نور کسان ژوبل شوي هم دي.

تراوسه د چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.

په پاکستان کې سبا پنجشنبه پارلماني یا عمومي ټاکنې کیږي او لسګونه زره پولیس او ملېشه ځواکونه یې امنیت ته ګمارل شوي دي.