د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه اخراج شویو افغان کډوالو سره مرسته کوي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ایف‌پي' وایي، له پاکستانه اخراج شویو افغان کډوالو سره د نقدو پیسو مرسته کوي.

'ډبلیو‌ایف‌پي' نن د فبرورۍ په ۷مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو نقدي مرستې ته ۳ اعشاریه اته میلیونه ډالر د بېړني غبرګون له مرکزي صندوق نه اخلي.

په راپور کې راغلي چې ۳۳ زره راستنې شوې کورنۍ به چې څه باندې ۲۳۰ زره ماشومان، مېرمنې او نرینه په کې دي، له دې مرستو برخمنېږي.

راپور کې راغلي چې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې شاوخوا پنځه لکه افغانان پاکستان اخراج کړي چې د لاسنیوي لپاره یې دا مرستې بسنه نه کوي.

تر دې وړاندې یو شمېر اخراج شویو کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې لازمې مرستې ورسره نه دي شوي او د مناسبې سرپناه د نه درلودو په ګډون بېلابېلې ستونزې لري.