په پاکستان کې د چاودنو له کبله لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي

په بلوچستان کې د شوې چاودنې وروسته ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د دوو کاندیدانو پر دفترونو دوو بېلابېلو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او له شلو زیات نور ژوبل شوي دي.

لومړنۍ چاودنه نن چهارشنبه کوټې ته نژدې په پښین ښار کې د یوه خپلواک نوماند اسفندیار کاکړ او دوهمه هغه په قلعه سیف الله کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام د ګوند پر ټاکنیز دفتر شوې ده.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د بلوچستان ایالت د چارواکو په حواله ویلي چې لومړنۍ چاودنه کې ۱۴ او دوهمه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

تراوسه د چاودنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو د ورته بریدونو پړه منلې ده.

په پاکستان کې سبا پنجشنبه پارلماني یا عمومي ټاکنې کیږي او لسګونه زره پولیس او ملېشه ځواکونه یې امنیت ته ګمارل شوي دي.