د اروپايي ټولنې او اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې لوړپوړي مشران کييف ته تللي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشر جوزيپ بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي پرون د فبروي ۶مه د جلا سفرونو په ترڅ کې کییف ته ورسېدل.

بورېل پر ایکس شبکې لیکلي چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله دا دې هېواد ته د ده څلورم سفر دی.

دی زیاتوي چې له اوکرایني چارواکو سره په خبرو کې به له اوکراین څخه په پوځي او مالي برخو کې د اروپايي ټولنې پر غوڅ ملاتړ ټینګار وکړي.

وروسته له دې چې اروپايي ټولنې تېره اونۍ د راتلونکو څلورو کلونو په مخه له اوکراین سره ۵۴ میلیارد ډالر مرسته تایید کړه، کییف چې تر ډېره د لوېدیځ پر پوځي او مالي ملاتړ متکي دی ویلي چې راتلونکې میاشت له دې ټولنې د ۴،۸۴ میلیارد ډالرو تمه لري.

په عین حال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ویلي چې د اوکراین د انرژۍ له وزیر هیرمان هالوشچینکو او نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.

رافایل ګروسي به د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته چې اوسمهال د روسیې تر ادارې لاندې ده هم ولاړ شي.