آل‌ثاني: د اوربند او د برمته‌وو د خوشې کولو برخه کې د حماس غبرګون مثبت دی

د عکس ښي لور ته د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن په دوحه کې د لیدنې پر مهال

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د کتنې پرمهال وویل چې د غزې په تړانګه کې د اوربند او د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په برخه کې د حماس ډلې غبرګون په ټوله کې مثبت دی.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

آل ثاني د حماس د غبرګون د څرنګوالي په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ښاغلي بلېنکن وویل چې دی به په دې اړه اسراییلي مشرانو ته معلومات ورکړي.

قطر له متحده ایالتونو او مصر سره په ګډه په غزه کې د داسې یوه اوربند لپاره هڅه کوي چې د اوږدې مودې په مخه د جګړو بندېدل او د حماس ډلې له خوا د برمته وو خوشې کول یې یوه برخه ده.