میلیونونو افغانانو ته د لاس مینځلو او اوبو زېرمه کولو برخه کې روزنه ورکړل شوې

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې د دې ادارې د روغتیا ساتنې هڅوونکو په سیمو او ښوونځیو کې کار کړی، ماشومانو او د دوی والدینو ته دا ور زده کوي چې څنګه خپل لاسونه په صابون ومینځي او اوبه په خوندي توګه ذخیره کړي.

د سه شنبې په ورځ فبروري ۶مه یونېسف په ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې تېر کال په افغانستان کې له ۲ میلیونو زیاتو کسانو ته د لاسونو د مینځلو او د اوبو د زېرمه کولو روزنه ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا هم ویلي چې د یوه کال په ترڅ کې یې له ۶۸۶زرو ماشومانو سره چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، مرسته کړې چې په ټولنیزو ټولګیو کې وړیا او باکیفیته زده کړې ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان د بیا نیولو سره، افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منعې شوې او د ۲۰۲۲ کال په پای کې هم د پوهنتونونو دروازې د افغان ښځو او نجونو پر مخ وتړل شوې.