د برېتانیا صدراعظم د خپل پاچا د سرطان جزییات خپاره کړل

د برېتانیا پاچا درېیم چارلز

د برېتانیا صدراعظم وايي چې د دې هېواد د پاچا درېیم چارلز سرطان ناروغي په لومړيو پړاوونو کې تشخیص شوې ده.

ریشي سوناک نن بي بي سي ته وویل چې د ۷۵ کلن پاچا ناروغي په مناسب وخت کې وپېژندل شوه او اوس ټول هیله لري چې د هغه علاج به وشي او بشپړه روغتیا به ترلاسه کړي.

ښاغلي سوناک وویل، د پاچا د سرطان له تشخیصېدو وروسته دی له هغه سره منظم تماس لري او دا تماسونه به دوام ولري.

د برېتانیا شاهي ماڼۍ پرون د دې هېواد د پاچا د سرطان ناروغۍ د تشخیص خبر ورکړ او ویې ویل چې د هغه درملنه پیل شوې ده.

له دې اعلان وروسته له ټولې نړۍ څخه درېیم چارلز ته د خواخوږۍ پیغامونه ورسېدل.