د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
د غزې د جګړې له پیله دا سیمې ته د هغه پنځم سفر دی.
بلېنکن هیله لري چې د دې سفر پر مهال به په منځني ختیځ کې د احتمالي اوربند، له جګړې وروسته د غزې لپاره د پلانونو او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د ده هڅې نتیجه ورکړي.
له بلې خوا د راپورونو له مخې حماس ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني بېرته د غزې یوشمېر هغو سیمو ته راستنېږي چې اسراییلي پوځیان له عملیاتو وروسته ترې وتلې دي.
د څارونکو په باور دا نښې نښانې ښيي چې اسراییل خپل هغه هدف ته نه دی رسېدلی چې ویلي یې و، حماس ډله به په بشپړ ډول له منځه وړي.