د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مصر ولسمشر سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دې هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

بلېنکن به په قاهره کې د مصر له ولسمشرعبدالفتاح السیسي سره وګوري.

نوموړي پرون دوشنبې په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

بلېنکن به په دې سفر کې چې په غزه کې د جګړې له پیله په نژدې څلورو میاشتو کې منځني ختیځ ته د هغه پنځم سفر دی، وروسته اسراییل او قطر ته هم لاړ شي.

نوموړی به د هغو مذاکراتو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي چې د مصري او قطري چارواکو په منځګړتوب له فلسطینۍ حماس ډلې سره د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په هدف روان دي.

متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.