بریتانیا له اړمنو افغانانو سره شاوخوا ۳۶،۵ میلیون ډالره مرسته کړې

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور

ملګري ملتونه وايي، بریتانیا په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د ۲۸،۷ میلیون پونډ چې شاوخوا ۳۶،۵ میلیون امریکايي ډالر کېږي مرسته کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام بېګا پر خپله ویبپاڼه د دې بسپنې خبر ورکړی او په یوه بیان کې یې ویلي چې د بریتانیا او شمالي آیرلنډ د حکومتونو دا مرسته به په روان سخت ژمي کې د څه باندې دوه میلیون اړو افغانانو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په دې پیسو به د یوې میاشتې په مخه د یو میلیون خلکو لپاره ۱۳ زره مټریک ټن غنم، نباتي غوړي او حبوبات وپېري او یو میلیون کسانو ته به نغدې پیسې وویشي څو د ژمي په موسم کې د اړتیا وړ خواړه واخلي.

پرون له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وویل چې جرمني په افغانستان کې د بشري مرستو له پروګرامونو سره د پنځه میلیون یورو بسپنه کړې ده.

د ملګروملتونو پراختیايي ادارې د افغانستان په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ او بې‌وزلۍ کچه لاهم ډېره لوړه ده او له هرو لسو افغانانو څخه اوه تنه یې نه شي کولای د خوړو او روغتیايي اسانتیاوو په څېر خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.