د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ۳۸۷ نوي کورونه سپارل شوي

د هرات زلزله ځپلو ته نوي جوړي شوي کورونه

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د دې ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ۳۸۷ نویو کورونو د سپارلو خبر ورکوي.

د هرات د والي‌ ویاند بېګا ازادي راډیو ته وویل، دا کورونه په ۱۳ کلیو کې هغو کسانو ته ورکړل شول چې کورونه یې د ۵ میاشتې مخکې خونړۍ زلزلې له کبله ویجاړ شوي وو.

نثاراحمد الیاس زیاته کړه چې دا لړۍ به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: "د هرات د زنده جان ولسوالۍ په شاوخوا ۱۳ کلیو کې ۳۸۷ کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول او دا لړۍ به دوام وکړي. شاوخوا لس ورځې وروسته ۲۰۰ نور کورونه هم په همدې ولسوالۍ- زنده جان کې زلزله ځپلو ته سپارل کېږي."

د تېر میلادي کال د اکتوبر په اوومه یوې زوروې زلزلې د هرات ولایت زنده جان او نورې سیمې ولړزولې.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې په دې زلزله کې ټول له ۲۴۰۰ زیات کسان مړه شول، له لسو زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور کورونه لږ او ډېر زیانمن شول.