ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

د ننګرهار پوهنتون یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي اداره په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ د ننګرهار په پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي پرون خبر ورکړ چې په دې کنفرانس کې به د طالبانو د جګپوړو چارواکو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصان په حضوري او آنلاین ډول ګډون وکړي.

په خبر کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال لطف الله خیرخواه له قوله ویل شوي چې دوی غواړي د دې کنفرانس له لارې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې او په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا مشر په تېره لیندۍ میاشت کې ویلی وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادو کې شپږم دی او د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.