د فرانسې حکومت د روسیې سفیر احضار کړی

د فرانسې بیرغ

د فرانسې حکومت پرون د روسیې سفیر، په اوکراین کې د نادولتي ټولنو د دوو فرانسي کارکوونکو د وژل کېدو په اړه د خبرو لپاره احضار کړ.

تېره اونۍ د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د روسیې په هوايي برید کې دوه فرانسوي وګړي ووژل شول او درې نور فرانسویان ټپیان شول.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون چې تمه ده په راتلونکو څو اونیو کې کییف ته سفر وکړي دا حمله ظالمانه او وېروونکې بللې او غندلې یې ده.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه بیان کې وویل چې د خلکو مړینه تل خواشینوونکې ده خو هغې زیاته کړه چې دوی د دې پېښې له جزییاتو نه دي خبر.