د بریتانیا پاچا چارلز د سرطان په ناروغۍ اخته شوی او شاهي ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې دی به خپلې ورځني چارې وځنډوي.
د بیان له مخې ۷۵ کلن چارلز د خپلې درملنې د بهیر په اړه مثبت نظر لري او هیله من دی چې له بشپړې روغتیا وروسته به خپلو کارونو ته ستون شي.
چارلز د پروستات د لویېدو په خاطر تېره میاشت عملیات وکړ.
د بریتانیا شاهي ماڼۍ ویلي چې په روغتون کې د بستر پرمهال د چارلز بله ناروغي هم تشخیص شوه، خو د هغه د سرطان د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
چارلز د خپلې مور ملکې الیزابت تر مړینې وروسته د ۲۰۲۲میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پاچا شو.