سوریه کې د امریکا برید؛ د فاطمیون لښکر د یوه لوړپوړي افغان غړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

د فاطمیون لښکر بیرغ

په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو پر مرکزونو د امریکا د بریدونو په ترڅ کې د فاطمیون لښکر د یوه جګپوړي غړي د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

له افغان وسله والو جوړ دغه ځواک د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب په قدس څانګې پورې تړلی.

د ایران لپاره د ازادي راډیو د فردا څانګې پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې د ایران د فارس خبري آژانس له قوله لیکلي چې د فاطمیون لښکر دغه وژل شوی جګپوړی غړی، سید حمزه علوي نومیده چې په ۱۳۳۷ کال کې د افغانستان په پروان ولایت کې زیږیدلی و.

د راپور له مخې، نوموړی د شنبې په ورځ سهار مهال ووژل شو خو د څرنګوالي په اړه یې نورجزییات نه دي ورکړل شوي.

امریکا په دې وروستیو کې په سوریه کې د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو او د ایران ملاتړو ملېشو مرکزونه د بریدونو لپاره په نښه کړي دي.