پاکستان: ډېره اسماعیل خان کې تر ۱۰ زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ډېره اسماعیل خان کې یو شمېر پاکستاني ځواکونه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پریوې تاڼې په وسله وال برید کې له لسو زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ځایي پولیسو ادارې نن دوشنبې رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي چې وسله والو تېره شپه شاوخوا درې بجې په درابڼ کې پرچوډه تاڼه برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه لس پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د درابڼ د پولیسو د مشر مرستیال ملک انیس الحسین ویلي چې د امنیتي ځواکونو او حمله کوونکو ترمنځ نښتو یو ساعت دوام وکړ چې پکې برید کوونکو له لاسي بمونو هم کارواخیست.

د سرچینې په وینا، وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او دوی یې د موندلو په لټه کې دي.

تراوسه د دغه برید مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او یوشمېر نورې ډلې فعالې دي.

دغه برید داسې مهال شوی چې درې ورځې وروسته د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي انتخابات کیږي او ورسره هم مهاله بریدونه زیات شوي دي.