د اسراییل پوځ: غزه کې مو د حماس یو مرکز په نښه کړی

د پېښې ځای ته منسوب تصویر

د اسراییلو پوځ وايي، په غزه کې یې د حماس یو روزنیز مرکز په نښه کړی دی.

د اسراییلو په وینا، د تېر کال د اکټوبر د اوومې نېټې د حماس حملې په دغه مرکز کې پلان شوې وې.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي.

د راپورونو له مخې، د خان یونس په دغه روزنیز مرکز کې د اسرائیلو د پوځي اډو، زغره والو ګاډو او یهود مېشتو ښارګوټو ته د لاسرسي د لارو ماډلونه جوړ شوي وو.

د اسراییلو د پوځ په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د حماس ډلې د پوځي څانګې د یوه قوماندان محمد سنوار پر دفتر یې هم برید کړی دی.

دا قوماندان د یحیی سنوار ورور دی چې تر ډېره په اسراییلو د اکتوبر د اوومې د بریدونو طراح بلل کېږي.

د حماس په بریدونو کې په اسراییلو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

دغې ډلې تر همداراز په هغه وخت شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل ونیول چې له ډلې یې ۱۳۲ تنه لا هم د حماس په لاس کې دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه ښار کې تر ۲۷۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.