یونیسف: نږدې ۷ لکو افغان ماشومانو ته مو تېر کال په محلي ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق / یونیسف ویلي تېر کال یې نږدې اوه لکه افغان ماشومانو ته د محلي ټولګیو له لارې د تعلیم زمینه برابره کړې.

د یونیسف افغانستان څانګې په یوه بیان کې په خپله ایکس پاڼه پرون دا خبره کړې ده.

د بیان له مخې، تېر ۲۰۲۳ کال د یونیسف په ملاتړ ۶۸۶ زره افغان ماشومان چې شپېته فیصده یې نجونې دي په ښه کیفیت او له لګښت پرته د محلي ټولګیو له لارې زده کړو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

یونیسف دا محلي ټولګي معمولا په لرو پرتو سیمو کې جوړوي چې یا له ښوونځیو لرې وي یا یې نجونې او هلکان له تعلیمه محروم شوي وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته په رسېدو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو منع کړي.

د ځينو راپورونو له مخې، په کندهار او هلمند کې د یونیسف او ځینو نورو مرستندویه موسسو له خوا تمویلیدونکي زرګونه محلي چې له شپږم ټولګي ښکته ماشومان پکې په زده کړو بوخت وو د طالبانو له خوا منع شوي.